اورکزي : د کوز اورکزو د ستوري خېلو په ترخوسام کلي کې ،د سپتمبر په ۱۵مه، ځايي خلکو د خوادرې سړک د خراب حالت پر ضد احتجاج کړی او خوادرې ته څېرمه یې زیړه مېن روډ د ټرافیکو پر مخ تړلی دی.
احتجاج کوونکي وايي، چې د خوادرې سړک له اوږدې مودې راهیسې جوړولو او مرمت ته اړتیا لري، خو ،د دوي په وینا، اړوندو ادارو ورته پاملرنه نه ده کړې. خلک وايي، د سړک د خراب حالت له امله د سیمې اوسېدونکي په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.
قبايلي مشر ملک حکیم الله ویلي دي، چې حکومت او اړوندې ادارې دې د خوادرې سړک د جوړولو او مرمت کار زر پېل کړي او په سیمه کې دې د خلکو لپاره نورې بنیادي اسانتیاوې هم برابرې کړي. د احتجاج له امله خوادرې ته څېرمه پر زیړه مېن روډ د ګاډو تګ راتګ اغېزمن شوی دی.


علي افضل افضال