د ایران سپاه پاسداران وايي، د هرمز تنګي پر فضا یې یو MQ-1 ډرون کشف او ویشتلی دی. د سپاه پاسداران د عامه اړیکو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چې ډرون د سپاه د هوايي او فضايي ځواک د هوايي دفاع د یوه نوي سیسټم له خوا کشف او له منځه وړل شوی دی. 

 

د ایران په وینا، دا عملیات د دغه هېواد د هوايي دفاع د ګډې شبکې تر کنټرول لاندې شوي دي.

 

ایراني رسنیو دغه ډرون «پرمختللی MQ-1» بللی، خو په لومړنۍ خبرپاڼه کي یې په څرګنده نه دي ویلي چې ډرون د کوم هېواد و. ځینو نورو راپورونو هغه امریکايي بللی دی.

 

تر دې دمه د امریکا پوځ د ایران د دې خبرې په اړه کوم خپلواک تایید نه دی خپور کړی. د پېښې د کره ځای، د ډرون د ماموریت او د پاتې شونو په اړه هم نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

 

دا پېښه په داسې وخت کي شوې چې د هرمز تنګي شاوخوا پوځي او سمندري تاوتریخوالی زیات دی او په سیمه کي د بېړیو تګ راتګ هم له امنیتي خطرونو سره مخ دی.