د اندونیزیا چارواکي وايي، د جاوه په سمندر کي د “ویرګو ټرانسپورټ ۸” په نوم د مسافر وړونکې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کي شپږ کسان مړه شوي، ۱۰۸ کسان ژغورل شوي او ۱۲۹ نور لا درکه دي.

 

په بېړۍ کي ټول ۲۴۳ کسان سپاره وو، چې ۲۱۳ یې مسافر او ۳۰ یې د بېړۍ کارکوونکي وو. بېړۍ له سورابایا څخه د بورنیو ټاپو په جنوبي کالیمانتان کي د بانجارماسین پر لور روانه وه.

 

چارواکي وايي، بېړۍ د خرابې هوا، زورورو بادونو او لوړو څپو پر مهال له ستونزې سره مخ شوه. د بېړۍ کپتان تر اړیکې پرې کېدو مخکې خبر ورکړی و چې بېړۍ یوې خوا ته کږه شوې ده. وروسته له بېړۍ سره اړیکه پرې شوه او بیا معلومه شوه چې د جاوه سمندر د ماسالمبو په اوبو کي اوښتې ده.

 

د اندونیزیا د ژغورنې ادارې په وینا، د پېښې له سیمې څخه ژغورل شوي کسان د ژغورنې په بېړیو ساحل ته رسول شوي او د درکه کسانو د موندلو لپاره د سمندر پر پراخه سیمه لټون روان دی.

 

په عملیاتو کي له ۶۰۰ ډېر ژغورونکي، ۱۷ بېړۍ، پنځه هلیکوپټرې او نورې الوتکې برخه لري. ژغورونکي وايي، خرابې هوا او لوړو څپو د لټون چارې ستونزمنې کړې دي.

چارواکو ویلي، بېړۍ د ۵۰۰ کسانو د وړلو ظرفیت درلود، نو د موجودو معلوماتو له مخې تر ټاکلي ظرفیت زیات کسان پکي نه وو سپاره. بېړۍ ۱۱۹ متره اوږده وه او په ۱۹۸۷ کال کي په جاپان کي جوړه شوې وه.

 

د پېښې کره لامل لا نه دی معلوم. چارواکي پلټنه کوي چې د بېړۍ د اوښتو لامل یوازې خراب سمندري حالت و، که تخنیکي ستونزې هم پکي لاس درلود.

د ژغورنې ادارې ویلي، د ۱۲۹ درکه کسانو لټون دوام لري او د مړو او ژغورل شویو کسانو شمېر د عملیاتو له پرمختګ سره بدلېدای شي.