د کوز سویلي وزیرستان د واڼه تحصیل په شکۍ سیمه کي د سپېرکۍ وزیر او خوجل‌خېل وزیر قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر وسله‌واله نښته پیل شوې ده.

 

له سیمې ترلاسه شوي لومړني معلومات وايي، د دواړو خواوو ترمنځ ډزې روانې دي، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

د نښتې د پیل د څرنګوالي او د لانجمنې ځمکې په اړه نور جزیات هم نه دي څرګند شوي. پولیسو او ځايي انتظامیې تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه معلومات نه دي خپاره کړي.