د پاکستان راتلونکی د خارجه چارو سیکرټري او دا مهال په ملګرو ملتونو کي د دغه هېواد سفیر عاصم افتخار احمد د سپټمبر پر ۱۴مه د پاکستان د اردو ژبې ټیلیویژن جیو نیوز ته ویلي دي چې اسلاماباد په منځني ختیځ کي د روان کړکېچ د کمولو لپاره خپلې سفارتي هڅې زیاتې کړې دي.
هغه ویلي، پاکستان هڅه کوي چې اوربند وشي، تاوتریخوالی کم شي او ښکېلې خواوې بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.
عاصم افتخار احمد ویلي، د سیمې وضعیت «منفي لوري ته روان دی» او پاکستان غواړي چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي او شخړې د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي ویلي، اسلاماباد په دې باور دی چې سیمهییزې شخړې باید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې په سیاسي او سولهییزه لاره حل شي.
هغه د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو د بیا پیل لپاره سفارتي هڅې کوي.
عاصم افتخار احمد د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ د مکې دفاعي تړون ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان هدف په سیمه کي د سولې او ثبات ساتل دي.
د هغه په وینا، اسلاماباد غواړي له یوې خوا د سیمې د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي او له بلې خوا ښکېلې خواوې د خبرو او سیاسي حل لوري ته وهڅوي.
دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ روان دی او د سعودي عرب او د یمن د حوثیانو ترمنځ بریدونو او پوځي تاوتریخوالي هم زور اخیستی دی.


شال نیوز