پېښور : د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي او د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر ،نثار باز خان، د پنجاب د اعلا وزيرې ،مريم نواز، وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې له خيبر پښتونخوا څخه د پاکستان نورو سيمو ته ترهګر نه، بلکې د هېواد د پرمختګ لپاره طبيعي زېرمې او انرژي لېږدول کېږي.

 

نثار باز خان ،د سپتمبر په ۱۲مه، د اسمبلۍ په غونډه کې په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې له خيبر پښتونخوا څخه برېښنا، ګاز، تېل، اوبه او قيمتي معدنيات د پاکستان نورو برخو ته رسېږي. نوموړي د پنجاب د واکمنې طبقې پر هغه چلند نيوکه کړې، چې ،د ده په خبره، خيبر پښتونخوا او بلوچستان ته د شک په سترګه ګوري.

 

هغه ويلي، د پنجاب د اعلا وزيرې مريم نواز وروستۍ وينا د خيبر پښتونخوا د نږدې پنځو کروړو اوسېدونکو احساسات ټپي کړي دي. نثار باز خان دا هم ويلي، چې د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې د خيبر پښتونخوا خلکو درنې قربانۍ ورکړې دي.

 

مریم نواز : پنجاب ته له ګاونډیو هېوادونو د ګاونډیو صوبو خطر زیات دی
مریم نواز : پنجاب ته له ګاونډیو هېوادونو د ګاونډیو صوبو خطر زیات دی
ایمل ولي خان مریم نواز ته: وسله وال چا د افغانستان او کشمیر په جګړو کې وکارول؟
ایمل ولي خان مریم نواز ته: وسله وال چا د افغانستان او کشمیر په جګړو کې وکارول؟

 

د هغه په وينا، په دې جګړه کې د خيبر پښتونخوا لسګونه زره خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو د پاکستان مرکزي واکمنو تل دغه قربانۍ په بشپړه توګه نه دي منلې او يا يې له پامه غورځولې دي.

 

نوموړي پوښتنه کړې، چې که امنيتي ځواکونه په پنجاب کې د امنيت په ساتلو بريالي دي، نو ولې په تېرو شاوخوا دوو لسيزو کې په خيبر پښتونخوا کې د دوامدار امن او ثبات په راوستلو کې پاتې راغلي دي؟

 

د نثار باز خان دغه څرګندونې د مريم نواز د هغو وروستيو خبرو په غبرګون کې مخې ته راغلي، چې د خيبر پښتونخوا او ترهګرۍ په تړاو يې کړې وې. تر دې دمه د پنجاب حکومت يا مريم نواز د نثار باز خان د دغو تازه څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.