پېښور : د عوامي نېشنل ګوند مشر ،ایمل ولي خان، د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پوښتنه کړې ده چې وسله وال چا وروزل او د افغانستان او کشمیر په جګړو کې یې وکارول؟

 

ایمل ولي خان ،د سپتمبر په ۵مه، ویلي دي، چې پښتانه او د پاکستان نور قامونه له هغو ناامنیو او ستونزو سره مخ دي چې ،د ده په وینا، د تېرو حکومتي او امنیتي تګلارو پایله ده.

 

هغه مریم نواز ته په خطاب کې ویلي:

 

«ایا موږ پوهېدلی شو چې ترهګري چا پېل کړه، چا پوځي کیمپونه او مرکزونه جوړ کړل، چا دغه وسله وال وروزل او د کومو موخو لپاره یې د افغانستان او کشمیر په جګړو کې وکارول؟»

 

ایمل ولي خان زیاته کړې ده چې د پنجاب د واکمنې طبقې او د هغوي د بهرنیو ملاتړو تګلارو پښتانه د جګړو لپاره د وسیلې په توګه استعمال کړل او پښتونخوا یې د روانې ناامنۍ ښکار کړه.

 

 

 

هغه ویلي دي، که مریم نواز او واکمنه طبقه د دغو تاریخي پوښتنو ځوابونه نه لري، دی چمتو دی دا موضوع له ولس سره په تفصیل شریکه کړي.

 

د ایمل ولي خان څرګندونې وروسته له هغې دي چې مریم نواز ،د سپتمبر په ۵مه، په لاهور کې د مصنوعي ځیرکتیا د یو مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، چې پنجاب ته د ګاونډیو هېوادونو په پرتله له ګاونډیو صوبو څخه امنیتي خطر زیات دی او «ترهګري له صوبايي پولو پنجاب ته داخلیږي».

 

د مریم نواز دې څرګندونو په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو سیاسي مشرانو غبرګونونه راپارولي دي. د تحریک انصاف مشر اسد قیصر هم د هغې خبرې غندلې او ویلي یې دي چې خیبر پښتونخوا د وسله والۍ پر ضد جګړه کې درنه قرباني ورکړې ده.