اسلام اباد : د پاکستان د هوايي ډګرونو د روغتیا ادارې ویلي دي، چې د سپتمبر له ۱۴مې به بهر ته د سفر لپاره د نادرا په ریکارډ کې ثبت شوی د واکسین ډیجیټل سند لازمي وي.
د ادارې په لارښوونو کې د پولیو، مننژیت، ژېړې تبې او انفلوېنزا واکسینونه یاد شوي دي. هوايي شرکتونو ته هم ویل شوي دي چې مسافر، په ځانګړي ډول د عمرې لپاره سعودي عرب ته تلونکي کسان، له سفر مخکې د واکسین د نوي سند په اړه خبر کړي او اړوند اسناد یې وګوري.
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت، پي ایي اې، هم ویلي دي چې له سپتمبر ۱۴مې به د نادرا د واکسین له سند پرته مسافر نړیوالو الوتنو ته نه پرېښودل کېږي.
خو د نوي شرط د عملي کېدو په اړه په خپرو شویو معلوماتو کې اختلاف شته. ځینو پاکستاني سرچینو ویلي دي چې دا شرط له پاکستانه بهر ته تلونکو ټولو مسافرو ته دی، خو د سرحدي روغتیا ادارې یو مسوول ډاکټر سید مرتضی شاه بخاري ویلي دي، چې د سپتمبر له ۱۴مې سمدستي شرط د کراچۍ له هوايي ډګر څخه د عمرې لپاره تلونکو مسافرو ته عملي کېږي.
د هغه په وینا، دا شرط به وروسته د پېښور، اسلام اباد او لاهور هوايي ډګرونو ته هم وغځول شي. هغه ویلي چې د حج مسافر او هغو هېوادونو ته تلونکي کسان چې ځانګړي واکسینونه ورته لازمي دي، هم د اړوندو واکسینونو سندونو ته اړتیا لري.
چارواکي وايي، چې مسافر باید خپل واکسینونه په منظور شوو مرکزونو کې وکړي او معلومات یې د نادرا په نظام کې ثبت شي. له سپتمبر ۱۴مې وروسته به د هغو مسافرو لپاره چې نوی شرط پرې عملي کېږي، د واکسین نور کارتونه د منلو وړ نه وي.
د هوايي ډګرونو په نړیوالو روانېدو برخو کې د واکسین او انلاین ثبت اسانتیاوې هم برابرېږي. هغو مسافرو ته چې غواړي په هوايي ډګر کې واکسین وکړي، ویل شوي چې لږ تر لږه شپږ ساعته له خپلې الوتنې مخکې هوايي ډګر ته ورشي.
په همدې حال کې د هوايي شرکتونو د عملیاتو کمېټۍ له چارواکو غوښتي دي چې د حج او عمرې د مسافرو لپاره د ډیجیټل واکسین کارت د لازمي کېدو نېټه وغځوي. کمېټۍ ویلي دي، چې مسافرو، سفري ادارو او هوايي شرکتونو ته د نوي نظام د عملي کولو لپاره نور وخت او اسانتیاوې پکار دي.
تر اوسه چارواکو د سپتمبر د ۱۴مې نېټې د بدلولو رسمي اعلان نه دی کړی. له همدې امله مسافرو ته سپارښتنه شوې ده چې له سفر مخکې له خپل هوايي شرکت سره د واکسین د سند شرطونه معلوم کړي او اړین اسناد برابر کړي.


شال نیوز