میرعلي : د شمالي وزیرستان د میرعلي سب ډویژن په زیړکي کلي کې ،د سپتمبر په ۱۳مه، د درنو او سپکو وسلو د ډزو او د مارټر مرمیو د لګېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

 

ځايي سرچینې وايي، چې د مارټر یوه مرمۍ د حاجي محبت خان پر کور لګېدلې چې له امله یې یوه نجلۍ ژوبله شوې ده. ژوبله شوې نجلۍ د درملنې لپاره د خدي کلي یو ډسپنسر ته وړل شوې ده.

 

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د پرله‌ پسې ډزو او د مارټر مرمیو له امله په کلي کې وېره خپره شوې او ښځې او ماشومان سخت اندېښمن دي. ځايي خلکو له اړوندو چارواکو غوښتي دي چې ډزې زر تر زره ودرول شي او د ولس د خونديتوب لپاره ګامونه پورته شي.

 

تر اوسه په زیړکي کلي کې د بلې مرګ‌ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. دا هم لا نه ده معلومه چې د مارټر مرمۍ له کوم لوري توغول شوې وه.