شکۍ : د کوز سویلي وزیرستان په شکۍ تحصیل کې د سپرکۍ او خوجل خېلو قامونو ترمنځ د ځمکې شخړه تونده شوې ده. ځايي سرچینې وايي، چې د دواړو لورو له خوا د مورچل نیولو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې په سیمه کې د تاوتریخوالي او مرګ‌ ژوبلې اندېښنه زیاته شوې ده.

 

د سیمي خلکو د سپتمبر په ۱۳مه، ویلي دي، چې ضلعي انتظامیه او پولیس باید د حالاتو تر خرابېدو مخکې له دواړو لورو سره بیړنۍ خبرې وکړي او د کشالې د کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

 

د سیمې مشران وايي، چې دا ډول شخړې د ټوپک او زور له لارې نه، بلکې د جرګې، قانون او خبرو له لارې هوارېدی شي. هغوي له انتظامیې غوښتنه کړې ده چې بې‌ طرفه او پر وخت رول ولوبوي او د دواړو قامونو ترمنځ سوله او ارامي وساتي.