کوهاټ : د کوهاټ په طور چپر سیمه کې ،د سپتمبر په ۱۳مه، د واپډا د کارکوونکو د ساتنې لپاره ګومارل شوې پولیس ډلې باندې وسله والو ډزې کړي، چې یو پولیس پکې ژوبل شوی دی.

 

پولیس وايي، د واپډا کارکوونکي په سیمه کې د بجلي د یوې ستنې د مرمت کار کاوه او پولیس ورسره د ساتنې لپاره موجود وو، څو کار په خوندي ډول بشپړ شي او خلکو ته د بجلۍ په رسولو کې خنډ رانه شي.

 

د پولیسو په وینا، د مرمت د کار پر مهال وسله والو پر پولیس ډلې ډزې وکړې. ژوبل پولیس روغتون ته وړل شوی، خو د هغه د روغتیايي حالت په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.

 

پولیس وايي، چې د پېښې له وروسته سیمه کې د لټون عملیات روان دي او د برید کوونکو پرضد به قانوني ګامونه اخیستل کېږي.