اسلام اباد : پاکستانۍ سرچینې د حکومتي چارواکو له قوله وايي، چې وزیراعظم شهباز شریف ښيي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ملاقات وکړي.
د سرچینو په وینا، شهباز شریف به د سپتمبر پر ۲۰مه نیویارک ته ورسېږي او د سپتمبر پر ۲۵مه به د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي. د وزیراعظم په وفد کې به د وفاقي کابینې ځینې غړي، لوړپوړي چارواکي او د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي شامل وي.
حکومتي سرچینې وايي، چې د وزیراعظم د نیویارک د سفر تیارۍ بشپړې شوې دي. ویل کېږي چې د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به هم په دې سفر کې ورسره وي.
د سرچینو په وینا، شهباز شریف ښيي د امریکايي ولسمشر له خوا جوړېدونکي یو استقبالي پروګرام کې هم برخه واخلي. خو له ټرمپ سره د جلا او رسمي ملاقات په اړه تر اوسه نه د پاکستان حکومت او نه سپینې ماڼۍ کوم رسمي اعلان کړی دی.
کتونکي وايي، که دا ملاقات وشي، نو د پاکستان او امریکا د اړیکو لپاره به مهم سياسي پیغام ولري. په وروستیو میاشتو کې اسلام اباد هڅه کړې ده چې له واشنګټن سره د تجارت، پانګونې، سیمه ییز امنیت او دفاعي همکارۍ په برخو کې اړیکې نوري هم پراخې کړي.
تمه ده چې شهباز شریف به د ملګرو ملتونو په وینا کې د کشمیر، فلسطین، سیمه ییز امنیت، وسله والو بریدونو، موسمي بدلون او د پاکستان اقتصادي ستونزو یادونه وکړي. پاکستان غواړي په دې نړیواله غونډه کې د خپل بهرني سیاست لومړیتوبونه یو ځل بیا د نړۍ مخې ته کېږدي.
دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې په منځني ختیځ، افغانستان او سویلي اسیا کې امنیتي او سیاسي حالات ډېر بدل شوي دي. پاکستان د دې بدلونونو له امله هڅه کوي چې له امریکا، اسلامي هېوادونو او نورو نړیوالو شریکانو سره نږدې رابطه وساتي.
سرچینې وايي، چې د شهباز شریف د نیویارک د سفر رسمي پروګرام به د سفر له نېټې سره نږدې نور هم څرګند شي. تر هغه وخته له ټرمپ سره د ملاقات خبره د «امکان» په کچه ده، نه تایید شوی ملاقات.


شال نیوز