لکي مروت : د لکي مروت د پېزو تاڼې په حدودو کې ،د سپتمبر په ۱۲مه، د یوې شخړې د هواري لپاره د جوړې شوې جرګې پر مهال په ډزو کې یو دیني عالم وژل شوی دی.
د پولیسو د ابتدایي اطلاعي راپور له مخې، وژل شوی کس ،مولوي ولي الله د حیات الله زوې، د لکي مروت د شربي خېلو اوسېدونکی و، خو دا مهال یې په اکوړه خټک کې ژوند کاوه.
د هغه زوې شمس الاسلام پولیسو ته ویلي دي چې د ده د پلار او د ډېره اسماعیل خان د مهرابي کلي د سفیان د ظهور خان زوې ترمنځ د ښځو لپاره د تعویذونو د لیکلو پر سر شخړه روانه وه.
د پولیسو په وینا، د همدې شخړې د هواري لپاره د دره پېزو د ناظم فاروق خان په حجره کې جرګه جوړه شوې وه. په جرګه کې د مولوي ولي الله له خوا د جامعه حلیمیه مولوي عبدالغني او د بل لوري له خوا عبدالرحمن چوارخېل منځګړي ټاکل شوي وو.
د وژل شوي د زوې د بیان له مخې، د جرګې پر مهال د مولوي ولي الله او سفیان ترمنځ لفظي شخړه وشوه او سفیان پرې د تومانچې ډزې وکړې. مولوي ولي الله سخت ژوبل شو.
پولیس وايي، نوموړی د درملنې لپاره ډېره اسماعیل خان ته وړل کېده، خو د ډېره اسماعیل خان بازار ته نږدې یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
د پېزو پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې او پلټنې یې پېل کړې دي. پولیس وايي، د تورن کس د نیولو لپاره هڅې روانې دي.


غلام اکبر مروت