کابل : د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د افغانستان د کاني زېرمو د پېژندلو لپاره یې د هېواد په درېیو زونونو کې د جیولوجیکي نقشو جوړولو عملي چارې پېل کړې دي. وزارت د سپتمبر پر ۱۲مه ویلي دي، چې دا کار د پنځه کلن پلان برخه ده او په سویل ختیځ، سویل او لوېدیځ زونونو کې به د یو په سل زره مقیاس نقشې جوړې شي.

 

د وزارت په وینا، په سویل ختیځ زون کې تخنیکي ډلې په پکتیکا کې عملي سروې پېل کړې ده. دغه ډله به د سیمې د ځمکې جوړښت او د کاني زېرمو احتمالي سیمې وڅېړي. وزارت وايي، چې د دې سروې له لارې به هغه سیمې په نښه شي چې د کانونو د موجودیت امکان پکې شته او وروسته به په دغو سیمو کې نورې کره څېړنې وشي.

 

سعودي شرکت د افغانستان د تېلو او ګازو په برخه کې ۲۰۰ میلیونه ډالره لومړنۍ پانګونه کوي
سعودي شرکت د افغانستان د تېلو او ګازو په برخه کې ۲۰۰ میلیونه ډالره لومړنۍ پانګونه کوي

 

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د جیولوجیکي نقشو جوړول به د افغانستان د کاني سرچینو د پېژندلو، د راتلونکو سروې ګانو او د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره د احتمالي سیمو په ټاکلو کې مرسته وکړي. وزارت نه دي ویلي چې د روان کال په ترڅ کې به د هېواد څومره ساحه سروې شي او د درېیو زونونو د نقشو جوړولو چارې به کله بشپړې شي.