لکي مروت : پولیس دعوه کوي چې د لکي مروت ترڅنګ یې په یو عملیاتو کې مهم وسله وال غفران مشهور په منتظر وژلی دی.
د پولیسو په وینا، عملیات ،د سپتمبر په ۱۱مه، د لکي مروت او ټانک ترمنځ د تتا باشي خېل د برخي کورونه په سیمه کې شوي دي. دا سیمه د غزني خېل پولیس تاڼې اړوند بلل شوې ده.
پولیس وايي، چې غفران د عبدالسلام زوې و، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې هغه له کومې وسله والې ډلې سره تړاو درلود او پر کومو پېښو پورې تړلی و.
د عملیاتو د وخت، د نښتې او نورو جزییاتو په اړه هم تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي. شال نیوز په خپلواکه توګه د پولیسو د دې خبرې پخلی نه شي کولی.


غلام اکبر مروت