کابل : د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام لوړپوړی پوځي چارواکی او د متحدې جبهې مشر ،جنرال سمیع سادات، وايي، چې د طالبانو پرضد جګړې لپاره د بهرنیو سرتېرو اړتیا نشته او افغان ځواکونه خپله دغه مبارزه پر مخ وړلی شي.

 

جنرال سادات د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یو ویډیويي پیغام کې ویلي دي، چې افغانانو له ۲۰۰۱م کال وروسته شاوخوا ۲۰ کاله د امریکايي ځواکونو ترڅنګ د وسله‌ والو ډلو پرضد جګړه وکړه.

 

 

 

هغه وویل، چې په دې موده کې په افغانستان کې یو شمېر بنسټونه او زیربناوې جوړې شوې او افغان ځوانانو زده‌ کړو او نړیوالو فرصتونو ته لاسرسی وموند، خو په وینا یې، افغانانو د دغو لاسته راوړنو لپاره درنه بیه ورکړې ده.

 

سادات دعوه کړې ده چې د متحدې جبهې ځواکونو د اګست له لومړۍ راهیسې د طالبانو پرضد ۵۴ پوځي عملیات کړي او د طالبانو له ۱۲۸ ډېرو غړو ته یې مرګ‌ ژوبله اړولې ده. د نوموړي د دغو شمېرو خپلواک تایید نه دی شوی.

 

هغه په افغانستان کې د نیونو، شکنجې او وژنو د دوام خبره هم کړې او ویلي یې دي چې د اوسني وضعیت له امله ګڼ افغانان ایران، پاکستان، ترکیې، اروپا او امریکا ته کډه کېږي. سادات طالبان د دغه وضعیت مسوول بللي او ویلي یې دي چې افغانستان د بېلابېلو هېوادونو د وسله‌ والو ډلو د فعالیت پر ځای بدل شوی دی.

 

هغه دا هم ویلي دي چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو زرګونه دیني مدرسې جوړې کړې او شاوخوا دوه میلیونه ماشومان پکې زده‌ کړې کوي. سادات تور پورې کړی چې په دغو مدرسو کې ماشومانو ته تاوتریخوالی او کرکه ور زده کېږي. طالبانو تر اوسه د نوموړي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

 

افغانستان : سمیع سادات له امریکا او ناټو د طالبانو پر ضد د سیاسي ملاتړ غوښتنه وکړه
افغانستان : سمیع سادات له امریکا او ناټو د طالبانو پر ضد د سیاسي ملاتړ غوښتنه وکړه
متحده جبهه: ۱۸۰ دیني عالمانو د طالبانو پر ضد د پوځي مبارزې فتوه ورکړې
متحده جبهه: ۱۸۰ دیني عالمانو د طالبانو پر ضد د پوځي مبارزې فتوه ورکړې

 

جنرال سادات د طالبانو او القاعدې د اړیکو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې القاعده اوس تر پخوا منظمه او مجهزه شوې ده. هغه له طالبانو سره د امریکا هوکړه د امریکايي مشرانو تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو بیا واکمنېدل د جګړې په ډګر کې د هغوی د بریا پایله نه وه.

 

سادات د سیمې هغو هېوادونو ته چې له طالبانو سره اړیکې لري ویلي، طالبان به سیمې ته سوله او ثبات رانه وړي. نوموړي ټینګار کړی چې د متحدې جبهې ځواکونه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او د ده په وینا، د دوی جګړه یوازې د طالبانو پرضد ده.