سوات : د سوات په مدین کې د یوې نهه کلنې ماشومې د جنسي تېري او وژنې د پېښې پر ضد ،د سپتمبر په ۱۱مه، لسګونو ښځو احتجاج کړی او د نیول شوي ملزم لپاره یې د سختې سزا غوښتنه کړې ده.

 

احتجاج کوونکو ښځو پلې‌ کارډونه په لاسونو کې نیولي وو او د ماشومې لپاره یې د انصاف غوښتنه کوله. د سیمې ګڼو نارینه وو هم په احتجاج کې ګډون کړی و. مظاهره کوونکو د احتجاج پر مهال سړک د ټرافیک پر مخ تړلی و.

 

د بر سوات د پولیسو مشر ،مشتاق، احتجاج ځای ته ورغی او له مظاهره کوونکو سره یې خبرې وکړې. پولیس وايي، د خبرو وروسته احتجاج پای ته ورسېد او سړک بېرته پرانیستل شو.

 

پولیسو ویلي دي، چې د پېښې پلټنې روانې دي او د قضیې د بشپړې پلټنې لپاره د پولیسو او څارنوالانو ګډه پلټنیزه ډله جوړه شوې ده. د دې قضیې په تړاو پولیسو تر دې وړاندې د سلطان په نوم یو کس نیولی دی.