پېښور : د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز، د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمیٰ بخاري او د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله پر ضد د پاکستان د اساسي قانون د ارټیکل ۶ له مخې د کارروایۍ سپارښتنه کړې ده.
په دې اړه قرارداد ،د سپتمبر په ۱۱مه، د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم په اسمبلۍ کې وړاندې کړ، چې په اکثریت رایو منظور شو.
په قرارداد کې ویل شوي دي چې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سهېل اپرېدي او د صوبې د نورو اوسېدونکو په اړه د یادو مشرانو بیانونه د صوبو ترمنځ د کرکې او د قامي یووالي د زیانمنېدو سبب ګرځي.
قرارداد کې له وفاقي حکومته غوښتنه شوې ده چې د دغو بیانونو جدي نوټس واخلي او د اساسي قانون د ارټیکل ۶ په رڼا کې قانوني کارروایي وکړي.
په قرارداد کې دا هم ویل شوي دي چې د سیاسي اختلافاتو له امله د یوې صوبې د خلکو په اړه داسې بیانونه د وفاق او صوبو ترمنځ اړیکو ته زیان رسولی شي.
تر اوسه د پنجاب او وفاقي حکومتونو له خوا د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د قرارداد په اړه کومه څرګندونه نده شوې.


شال نیوز