بر دیر : په بر دیر ضلعه کې د اوسني امنیتي وضعیت په اړه ،د سپتمبر په ۱۱مه، د ډپټي کمشنر په دفتر کې یوه مهمه امن جرګه شوې ده، چې د پوځ ځايي کمانډنګ افسر، د ضلعې پولیس مشر، ډپټي کمشنر او د سیمې مشرانو پکې ګډون کړی دی.
په جرګه کې د بر دیر د امن او امنیت پر روان وضعیت تفصیلي خبرې شوې او په ضلعه کې د تلپاتې امن لپاره پر بېلابېلو چارو سلا مشورې شوې دي.
ګډونوالو د خلکو، ضلعي انتظامیې، پولیسو، پوځ او نورو امنیتي ادارو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سیمې د امن او پرمختګ لپاره به ګډې هڅې روانې ساتي.
په جرګه کې د اوسني امنیتي وضعیت د څرنګوالي، د امنیتي اندېښنو د نوعیت او د هغو مشخصو ګامونو په اړه ،چې تر غونډې وروسته به اخیستل کېږي، نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د جرګې په پای کې د پاکستان د امنیت او ثبات او د وژل شویو امنیتي سرتېرو لپاره دعا شوې ده.


جاوید ملنګ