باجوړ : د باجوړ پولیس وايي، چې د برنګ تاڼې پولیسو د نشي موادو پر ضد په یوه کارروایۍ کې اووه کيلو اپیم نیولي او په تړاو یې یو کس نیولی دی.

 

د باجوړ پولیسو د سپتمبر پر ۱۱مه په یو بیان کې ویلي دي، چې دغه کارروایي د برنګ سرکل د ډي اېس پي هنر خان تر څارنې لاندې شوې ده.

 

د پولیسو په وینا، د برنګ تاڼې مشر احسان الله له خپلې ډلې سره بصیر د عالم خان زوې، د حورزانه برنګ اوسېدونکی، نیولی دی. پولیس وايي، د نیول شوي کس له ولکې اووه کيلو اپیم ترلاسه شوي دي.

 

د باجوړ پولیسو ویلي دي، چې د بصیر پر ضد د نشي موادو د قانون له مخې مقدمه درج شوې او نورې پلټنې روانې دي.

 

د باجوړ د پولیسو مشر خان زیب مومند ویلي دي، چې په ضلعه کې د نشي موادو د خرڅوونکو او قاچاق وړونکو پر ضد کارروایۍ روانې دي او پولیسو ته یې سپارښتنه کړې چې د نشي موادو په کاروبار کې د ښکېلو کسانو پر ضد بې توپیره اقدام وکړي.

 

تر اوسه د نیول شوي کس یا د هغه د وکیل دریځ نه دی خپور شوی.