کابل : د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وايي، چې کاناډا له افغانستان سره یو میلیون او ۳۵۰ زره ډالره نوې بشري مرسته کړې ده. اوچا د سپتمبر پر ۱۰مه ویلي دي، چې دا پیسې به په افغانستان کې د هغو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي چې بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري.

 

اوچا د کاناډا د مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶م کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې لویه برخه لا نه ده برابره شوې.

 

ملګري ملتونه : افغانستان د لوږې له سخت بحران سره مخ دی، نړۍ ترې سترګې اړوي
ملګري ملتونه : افغانستان د لوږې له سخت بحران سره مخ دی، نړۍ ترې سترګې اړوي

 

وچکالي، طبیعي پېښې، بې وزلي او له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغان کډوالو ستنېدل د افغانستان پر کمزوري اقتصاد او روغتیايي، تعلیمي او نورو بنسټیزو خدمتونو فشار زیات کړی دی.