د مې ۲مه، د جنوبي وزیرستان لپاره یوازې یو تاریخي یاد نه، بلکې د یوې ژورې ټولنیزې او سیاسي حافظې برخه ګرځېدلې ده. دا هغه ورځ ده چې د شهید عارف افغان وزیر د وژل کېدو یاد تازه کوي، یو داسې څېره چې د ډېرو په وینا د حق، جرأت او ولسي مقاومت نښه ګڼل کېده.

 

نن د هغه په پلرني کور ،کوز سویلي وزیرستان واڼا، کې د تلین ځانګړي مراسم ترسره شول، چې پکې د سیمي قامي مشران، ځوانان او د سیاسي او مدني خوځښتونو غړو ګډون درلودل.

 

د دغو مراسمو یو مهم ګډونوال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم و، چې د وینا پر مهال یې د سیمي د روانو حالاتو، د تاوتریخوالي دوام او د انصاف د نشتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې.
 

دغه یاده غونډه په داسې وخت کې ترسره شوه چې یوازې یوه ورځ وړاندې، د مې په لومړۍ نېټه، د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان میرام شاه کې، د درپه خېل قبیلې مشر ملک سیف الله داوړ په یو وسلوال برید کې ووژل شو. سیمه ‌ییزې سرچیني وایي چې پېښه د نامعلومو وسلوالو له لوري ترسره شوې، خو تر اوسه یې هېڅ ډلې مسؤلیت نه دی منلی.

 

د دې پرله‌ پسې پېښو له امله د سیمي فضا یو ځل بیا د وېرې، غم او پوښتنو تر سیوري لاندې راغلې ده. د خلکو په وینا، دا ډول پېښې یوازې انفرادي ژوندونه نه اخلي، بلکې د ټولنې رواني او سیاسي باور هم زیانمنوي.

 

عارف افغان وزیر د ډېرو لپاره یوازې یو شخص نه و، بلکې د یوې فکري لارې نوم و. هغه د خپلو پلویانو په وینا د خپل ولس د حقونو، د بې‌ عدالتۍ پر ضد غږ او د مقاومت یوه نښه ګڼل کېده.

 

هغه د روژې په میاشت کې، د روژه ماتي نه څو شېبې مخکې په داسې حال کې ووژل شو چې سیمه د سکون او دعا فضا کې ډوبه وه. خو هماغه شېبه د سیمي په حافظه کې د یو اوږد درد د پېل ټکی شو.

 

دوامداره پوښتنه: عدالت چرته دی؟

 

د هغه د تلین په نننۍ غونډه کې ویناوالو په ځلونو دا پوښتنه تکرار کړه چې ولې د سیمي د مشرانو، فعالانو او قامي څېرو په هدف کېدو سره سره هېڅ واضح عدالت نه تر سترګو کېږي.

 

د ګډونوالو په وینا، دا وضعیت یوازې غم نه، بلکې د راتلونکي لپاره یوه جدي اندېښنه ده.

د مې د ۲مې یاد د سیمي لپاره د پای کیسه نه، بلکې د یوه دوامداره سوال نوم دی. عارف افغان وزیر د خپلو پلویانو په وینا په جسم کې نه، بلکې په یادونو، خبرو او د حق غوښتنې په دوام کې ژوندی پاتې شوی دی.

 

او دا ورځ هر کال یو ځل بیا یادونه کوي چې د تاوتریخوالي په سیوري کې هم، د عدالت غوښتنه خاموشه کېدای نه شي.