کوټه : د بلوچستان د روغتیا محکمه وايي، چې له سرکاري دندو څخه د پرله پسې او له قانوني عذر پرته غیر حاضرۍ له امله یې ۲۵ ښځینه ډاکټرانې له دندو ګوښه کړې دي. د روغتیا محکمې ،د سپتمبر په ۱۰مه، ویلي دي، چې د یو بل کارکوونکي پر وړاندې هم د غیر حاضرۍ له امله اقدام شوی او هغه هم له دندې ایستل شوی دی.
محکمې ویلي دي، چې د دغو ډاکټرانو او کارکوونکي پر وړاندې اقدام د بلوچستان د سرکاري ملازمینو د کارکردګۍ او نظم د ۲۰۱۱م کال قانون له مخې شوی دی. د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ ویلي دي، د هغو نورو ډاکټرانو پر وړاندې هم کارروایي روانه ده چې له خپلو سرکاري دندو غیر حاضر دي.
نوموړي ویلي دي، چې د هغو ډاکټرانو معلومات هم بشپړ شوي چې سرکاري دندې لري، خو دا مهال په بهرنیو هېوادونو کې دي، او ډېر زر به د هغوي پر وړاندې هم د قانون له مخې کارروایي وشي.
بخت محمد کاکړ ویلي دي، چې په بهرنیو هېوادونو کې د موجودو ډاکټرانو په اړه د معلوماتو په راټولولو کې له نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا څخه هم کار اخیستل شوی دی. د روغتیا وزیر په وینا، د روغتیا ریاست د کارکردګۍ د ښه کولو او خلکو ته د روغتیايي اسانتیاوو د رسولو لپاره اقدامات روان دي.
هغه ویلي دي، چې ډاکټران، روغتیايي کارکوونکي او د روغتیا ریاست نور ملازمین باید خپلې سرکاري دندې او مسؤلیتونه په منظم ډول ترسره کړي. بخت محمد کاکړ زیاته کړې چې له قانوني عذر پرته غیر حاضري او په دنده کې غفلت به ونه منل شي او د سرکاري قوانینو له مخې به د غیر حاضر او په خپلو دندو کې د غفلت کوونکو کارکوونکو پر وړاندې کارروایي دوام ولري.


نعيم اچکزئي