بنو : په بنو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې پکې یو شمېر وسله وال د اېف سي یو لاس تړلی سرتېری له ځان سره نیولی ښيي او وروسته د هغه د وژلو خبره کوي.

 

شال نیوز ته ،د سپتمبر په ۹مه، رسېدلې ویډیو کې شاوخوا اووه یا اته وسله وال کسان لیدل کېږي. د دوي په منځ کې یو کس پر ځمکه ناست او لاسونه یې تړلي دي. وسله وال هغه د اېف سي سرتېری بولي.

 

په ویډیو کې وسله وال په سویلي پښتو لهجه خبرې کوي. یو وسله وال وايي، د دوي له بندیانو سره چې څه ډول چلند کېږي، دوي به یې غچ واخلي.

 

د خبرو پر مهال یو وسله وال ناست کس له وېښتانو نیسي او سر یې ښوروي. وروسته یو بل وسله وال، چې د ډلې د مشر په څېر خبرې کوي، وايي چې دغه اېف سي سرتېری به ووژل شي.

 

د ویډیو په وروستۍ برخه کې یو کس پر ګونډو ناست ښکاري، ورپسې ناڅاپه پرله‌ پسې سختې ډزې اورېدل کېږي او په شالید کې د «الله اکبر» نارې هم اورېدل کېږي.

 

د شال نیوز له خوا د ویډیو د کتنې پر بنسټ دا په خپلواکه توګه نه شي تاییدېدی چې ډزې پر همدغه نیول شوي کس شوې دي او هغه وژل شوی دی. د ویډیو د ثبت دقیق ځای او وخت هم یوازې له تصویرونو نه شي معلومېدی.

 

لومړني معلومات وايي، چې نیول شوی کس د اېف سي د ځانګړو عملیاتو له ډلې سره تړاو لرونکی لانس نایک و، خو شال نیوز تر اوسه د هغه نوم او نور تفصیل له خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی.

 

تر اوسه اېف سي، پوځ یا پولیسو د دې مشخصې پېښې په اړه داسې رسمي بیان نه دی خپور کړی چې شال نیوز یې تاییدولی شي.

 

شال نیوز د ویډیو د سرچینې، د نیول شوي اهلکار د هویت، د پېښې د ځای او د وسله والې ډلې د تړاو د خپلواک تایید هڅه کوي.