کابل : د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ۲۵م تلین په مناسبت هغه مبارز، وطن‌ پال او «قهرمان مجاهد» بللی دی.

 

حامد کرزي ،د سپتمبر په ۹مه، په خپل پیغام کې ویلي دي، چې احمدشاه مسعود د افغانستان د ازادۍ لپاره مبارزه کړې او د هېواد لپاره یې هڅې د درناوي وړ دي.

 

 

 

کرزي د مسعود د تلین په مناسبت د افغانستان د هغو ټولو کسانو یاد هم کړی دی چې د تېرو لسیزو په جګړو او شخړو کې وژل شوي دي.

 

احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر نهمه په تخار کې هغه مهال ووژل شو چې دوو کسانو د خبریالانو په نوم ورسره د مرکې پر مهال چاودنه وکړه.

 

د هغه د وژل کېدو ۲۵م تلین سږ کال د افغانستان دننه او بهر د پخوانیو سیاسي مشرانو، فعالانو او پلویانو له خوا په بېلابېلو پیغامونو او غونډو کې یاد شوی دی.