کراچۍ : د سند بار کونسل او د صوبې بېلابېلو بار اېسوسي اېشنونو اعلان کړی دی چې نن، پنجشنبه ،د سپتمبر پر ۱۰مه، به وکیلان د صوبې په کچه د عدالتونو بایکاټ کوي او په عدالتي مقدمو کې به نه حاضرېږي.

 

د وکیلانو تنظیمونو دا ورځ د «سند د یووالي او پیوستون ورځې» په توګه د نمانځلو اعلان کړی او له وکیلانو یې غوښتي چې په عدالتي کارروایو کې ګډون ونه کړي. د سند هایکورټ بار اېسوسي اېشن هم خپلو غړو ته ویلي دي چې نن دې په مقدمو کې عدالتونو ته نه حاضرېږي. کراچۍ بار اېسوسي اېشن هم د بایکاټ ملاتړ کړی دی.

 

دا پرېکړه د سند بار کونسل د سپتمبر پر پنځمه د هغې غونډې وروسته شوې ده چې د صوبې د بېلابېلو بار اېسوسي اېشنونو استازو پکې ګډون کړی و. په غونډه کې د سند د وېش او د نوو انتظامي برخو د جوړولو په اړه پر روانو سیاسي بحثونو خبرې شوې وې.

 

د وکیلانو تنظیمونو ویلي دي، چې د ننني بایکاټ هدف د سند د جغرافیایي او انتظامي یووالي په ملاتړ د خپل دریځ څرګندول دي. اټکل شوی دی چې د بایکاټ له امله به د سند په بېلابېلو عدالتونو کې د وکیلانو عادي عدالتي کار اغېزمن شي.