اسلام‌ اباد : د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او سېنېټر ،ایمل ولي خان، په پاکستان کې له عدالتي کارروایۍ پرته د خلکو پر وژنو او د پولیسو پر مبینه جعلي مقابلو سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې ریاست د لوړو عدالتونو پر فیصلو عمل نه کوي.

 

ایمل ولي خان ،د سپتمبر په ۹مه، د سېنېټ د بشري حقونو د قایمه کمېټۍ غونډې ته ویلي دي، چې د پنجاب د سي سي ډي او د خیبر پښتونخوا د سي ټي ډي له خوا د ترسره کېدونکو پولیس مقابلو په اړه جدي پوښتنې موجودې دي.

 

هغه وویل، چې پولیس وايي ټولې کارروایۍ د قانون له مخې کوي، خو پوښتنه یې وکړه چې «د چا په نیفه کې د تومانچې ایښودل او بیا پرې ډزې کول د کوم قانون برخه ده؟»

 

د هغه په وینا، پولیس ته دا واک چا ورکړی دی چې یو کس د وژلو وړ وبولي. نوموړي وویل، چې په پولیس مقابلو کې تر وژل کېدو وروسته د پېښو په اړه تقریباً یو ډول بیانونه خپرېږي.

 

 

ایمل ولي خان وویل، چې دوي د خیبر پښتونخوا د پولیسو قدر کوي او د پولیسو ملاتړ یې کړی، خو ،د ده په خبره، د قانون له مخې د نیول شويو کسانو مقدمه باید په عدالت کې وچلېږي او عدالت باید د هغوي په اړه فیصله وکړي.

 

هغه د عدالتي نظام پر کردار هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې که د عدالتونو فیصلې نه عملي کېږي، نو بیا د عدالتونو د موجودیت مقصد تر پوښتنې لاندې راځي.

 

نوموړي له پنجاب سي سي ډي او د خیبر پښتونخوا سي ټي ډي وغوښتل چې د تېر یو کال شمېرې وړاندې کړي او ووايي چې په پولیس مقابلو کې څومره کسان وژل شوي دي.

 

ایمل ولي خان وویل، چې له عدالتي کارروایۍ پرته وژنې او د قانون د عملي کولو په نوم دا ډول اقدامات یوازې د یوې صوبه پورې محدود نه دي، بلکې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د قانون د حاکمیت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

 

تر اوسه د پنجاب سي سي ډي، د خیبر پښتونخوا سي ټي ډي او نورو اړوندو پولیس ادارو د ایمل ولي خان د دغو څرګندونو په اړه تازه ځواب نه دی ورکړی. د پولیسو دریځ دا دی چې د وسله والو یا ملزمانو پر ضد کارروایۍ د قانون له مخې ترسره کوي.