اسلام اباد : د پاکستان بحري ځواک ویلي دي، چې دوه سرتېري یې په سمندر کې د امنیتي ګزمې پر مهال وژل شوي دي. د بحري ځواک د عامه اړیکو ادارې د چهارشنبې په ورځ ،د سپتمبر په ۹مه، وژل شوي سرتېري شعیب الرحمان او غفران ناصر نومولي دي.
په خپاره شوي بیان کې د پېښې د ځای، وخت او د دواړو سرتېرو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی. د پاکستان د بحري ځواک مشر اېډمرل نوید اشرف د دواړو سرتېرو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. د بحري ځواک لوړپوړو افسرانو د هغوي په جنازو کې هم ګډون کړی دی.
پاکستان بحري ځواک د روان کال په مارچ کې د «محافظ البحر» په نوم سمندري عملیات پېل کړي وو. بحري ځواک ویلي وو چې د دغو عملیاتو موخه په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له امله د پاکستان د سمندري سوداګرۍ، سوداګریزو کښتیو او سمندري لارو امنیت ساتل دي.
پاکستان د خپل بهرني تجارت لویه برخه د سمندر له لارې کوي او د چارواکو په وینا، د هېواد شاوخوا ۹۰ فیصده تجارت پر سمندري لارو ترسره کېږي.


شال نیوز