اسلام‌ اباد : په پاکستان کي د طالبانو د حکومت سفیر ،مولوي سردار احمد شکیب، د سپتمبر په ۹مه، د ناروې له نوي ټاکل شوي سفیر ،سیګوالډ تومین هاوګه، او د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي بیورن ستورسیت یانسن سره کتلي دي.

 

په پاکستان کي د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کي د افغانستان او ناروې پر دوه اړخیزو اړیکو، وروستیو حالاتو، سیمه‌ییز وضعیت او د دواړو خواوو د ګډې دلچسپۍ پر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

 

سیګوالډ تومین هاوګه په پاکستان کي د ناروې نوی سفیر ټاکل شوی او د افغانستان لپاره د دغه هېواد شارژدافیر هم دی، په داسې حال کي چې بیورن ستورسیت یانسن د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړی استازی دی.

 

د سفارت د معلوماتو له مخې، دواړو خواوو د افغانستان او ناروې ترمنځ د اړیکو او په سیمه کي د وروستیو بدلونونو په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

 

تر اوسه د دې کتنې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي او نه هم د کومې ځانګړې پرېکړې یا موافقې یادونه شوې ده.