پوليس وایي، د باجوړ په خار تحصيل کې امنيتي ځواکونو دپاره اوبه وړونکي ټېنکر باندي بمي چاودنه شوې ده چې له امله یې ټینکر په مکمله توګه تباه شوی دی.
ډي اېس پي سعيدالرحمان شال نيوز ته ویلي، چې پيښه نن د مې په ۲مه د بابا پیکټ سيمه کې شوې ده چې پکې ځاني تاوان نه دی شوی۔
ډي اېس پي زياته کړه چې دغه بارودي مواد د مخکي نه ښخ کړی شوي وو چې لاره کې پر ټينکر چاوديدلي دي۔
د ډي اېس پي په وېنا په غرونو کې موجود پوستونو باندې تعينات امنيتي ځواکونو دپاره هره اوونۍ راشن او اوبه وړل کيږي، نن هم دغه ټېنکر اوبه وړلې چې د پېښې ښکار شو۔
پولیس وايي چې د پېښې نه پس یې د لټون عمليات پېل کړي دي خو تر دې دمه څه قسمه ګرفتاري په عمل کې نه ده راغلي۔
د پيښې ذمه واري تر دي دمه چا نه ده منلي۔

حسبان الله باجوړې