ډېره مراد جمالي : د بلوچستان په جعفراباد ضلعه کي د سټي پولیس تاڼې په حوالات کې بند یو ځوان مختیار بزدار په ډزو وژل شوی دی.
پولیس وايي، پېښه ،د سپتمبر په ۸مه، هغه مهال شوې چې په تاڼه کې یوه حوالدار وسله پاکوله او په دې وخت کې ناڅاپه ډز شوی چې مرمۍ په حوالات کې بند مختیار بزدار لګېدلې ده.
د پولیسو په وینا، مختیار بزدار سخت ژوبل شوی او سمدستي سول روغتون ته رسول شوی، خو هلته یې د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده. پولیس وايي، مختیار بزدار د جنګ جګړې په یوه مقدمه کې نیول شوی او په حوالات کې بند و.
د نصیراباد ډویژن د پولیسو مشر د پېښې نوټس اخیستی او د تحقیقاتو امر یې کړی دی. پولیسو د قتل د ۳۰۲مې دفعې لاندې مقدمه درج کړې او حوالدار جاوېد اقبال یې د ډزو په تړاو نیولی دی.
تر پېښې وروسته جوډیشل مجسټرېټ د سټي پولیس تاڼې ته ورغلی او د پېښې د ځای او حالاتو جاج یې اخیستی دی.
بلخوا، د مختیار بزدار کورنۍ د پولیسو دا دریځ رد کړی چې ډز په ناڅاپي ډول شوی و. کورنۍ تور لګولی چې مختیار بزدار په تاڼه کې وژل شوی او د پېښې د رڼو، بې پرې او بشپړو تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.
تر اوسه په خپلواکه توګه دا نه ده معلومه شوې چې ډز په کومو حالاتو کې شوی و. پولیس وايي، د پېښې تحقیقات روان دي او د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته به نور جزییات څرګند شي.


نعيم اچکزئي