ورجینیا : د امریکا د ورجینیا ایالت په لنچبرګ پوهنتون کي د سپټمبر پر ۱۲مه د افغان ښځو، کلتور او میراث په اړه ځانګړی کلتوري ماښام جوړېږي. د پوهنتون د اعلان له مخې، پروګرام ته د «له پردې هاخوا: رنګ، نڅا او دودونه» نوم ورکړل شوی او موخه یې دا ده چې د افغان ښځو کیسې، کلتوري هویت او د افغانستان دودونه خلکو ته ور وپېژندل شي.
تنظیموونکي وايي، په دې ماښام کي به د افغان ښځو کیسې او شخصي تجربې وړاندې کېږي او ورسره به دودیزې افغان جامې، موسیقي، نڅا او نور کلتوري رواجونه هم نندارې ته وړاندې شي.
پروګرام به درې ساعته دوام کوي او د ماښام له اوو تر لسو بجو به د پوهنتون په هال کمپوس سنټر کي ترسره شي. د «رنګ، نڅا او دودونه» د پروګرام نوم د افغان کلتور بېلابېل رنګونه، موسیقي، دودیزې نڅاوې او کلتوري میراث را نغاړي.
د پوهنتون په وینا، د دې غونډې یوه موخه دا هم ده چې د افغان ښځو د ژوند او کلتور هغه اړخونه خلکو ته وړاندې شي چې زیاتره وخت د جګړو، سیاسي بحرانونو او محدودیتونو تر سیوري لاندي پاتې کېږي.
دا پروګرام د لنچبرګ پوهنتون د افغان زدهکوونکو ټولنې په همکارۍ جوړېږي. تر اوسه د سندرغاړو، نڅاګرو او ځانګړو ویناوالو بشپړ نوملړ نه دی اعلان شوی.


شال نیوز