فراه : د افغانستان په فراه ولایت کې ،د سپتمبر په ۸مه، «نوای نخبګان» راډیو پر ۹۰.۵ ایف‌اېم خپل نشرات پېل کړل. د یادې راډیو د پرانیستې په مراسمو کې د دې رسنۍ مسؤل عبدالرزاق برازنده وویل، نوې راډیو به د مسلکي ټیم په مرسته د فراه خلکو ته د هغوی د اړتیا وړ معلومات او پروګرامونه وړاندې کړي.

 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د راډیو او ټلوېزیون آمریت او د ولایت مقام مسؤلینو هم د رسنیو پر مهم رول او د دولت او ولس ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د هغوی پر ونډې خبرې وکړې. د معلوماتو له مخې، په فراه کې د ملي راډیو ټلوېزیون ترڅنګ اته خصوصي رسنۍ فعالیت کوي.

 

افغانستان : طالبانو په کابل کې د «صدای اصلاح» راډیو دفتر تړلی او خپرونې یې درولې
افغانستان : طالبانو په کابل کې د «صدای اصلاح» راډیو دفتر تړلی او خپرونې یې درولې
افغانستان : کلید رسنیز ګروپ د مالي ستونزو له امله په درېیو ولایتونو کې دفترونه وتړل
افغانستان : کلید رسنیز ګروپ د مالي ستونزو له امله په درېیو ولایتونو کې دفترونه وتړل

 

د «نوای نخبګان» راډیو فعالیت په داسې مهال پېلېږي چې په افغانستان کې یو شمېر رسنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ د تمویل او عوایدو کمښت د ځینو رسنیو د تړل کېدو او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د دندو د له لاسه ورکولو له مهمو عواملو بلل شوی دی.