ننګرهار : د افغانستان د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسؤلین وايي، د جلال‌ اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د سراچې په سیمه کې یې ،د سپتمبر په ۸مه، د کشفي معلوماتو پر بنسټ د جعلي شاتو د تولید یوه کارخونه کشف کړې ده.

 

د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په یاده کارخونه کې له ګلوکوز څخه جعلي شات تولیدېدل او د دې غیرقانوني فعالیت په تړاو ۸ تنه نیول شوي دي.

 

چارواکي زیاتوي، نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او له قانوني اجراآتو وروسته به یې قضیه اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.