پېښور : پېښور هایکورټ بار اېسوسی اېشن د پنجاب اعلا وزیرې ،مریم نواز، هغه څرګندونې غندلې دي چې پنجاب ته یې له ګاونډیو صوبو د امنیتي خطرونو خبره کړې وه.

 

د بار د ايګزیکټیو کمېټۍ ،د سپتمبر په ۷مه، د صدر ،امین الرحمان یوسفزي، په مشرۍ غونډه کې ویلي دي، چې د یوې صوبې په اړه دا ډول څرګندونې د خیبر پښتونخوا د خلکو او پښتنو احساسات زیانمنوي او د صوبو ترمنځ د اختلاف سبب کېدی شي.

 

مریم نواز : پنجاب ته له ګاونډیو هېوادونو د ګاونډیو صوبو خطر زیات دی
مریم نواز : پنجاب ته له ګاونډیو هېوادونو د ګاونډیو صوبو خطر زیات دی

 

بار له مریم نواز څخه غوښتي دي چې خپله خبره بېرته واخلي او د خیبر پښتونخوا له خلکو، په ځانګړي ډول له پښتنو، بې له شرطه په عامه توګه بښنه وغواړي.

 

د بار په وینا، ترهګري د یوې صوبې، قام یا ژبې مسئله نه ده، بلکې د ټول پاکستان ګډه ستونزه ده. بار ویلي، د خیبر پښتونخوا ولس، پولیسو او امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ خلاف جګړه کې په زرګونو کسان له لاسه ورکړي دي.

 

ایمل ولي خان : ترهګري د حکومتي او پوځي تګلارو نتیجه ده
ایمل ولي خان : ترهګري د حکومتي او پوځي تګلارو نتیجه ده

 

بار ویلي دي، چې په داسې وخت کي چې هېواد له امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی، د صوبو ترمنځ د اختلاف پر ځای ملي یووالي ته اړتیا ده او سیاسي مشران باید د صوبو او قامونو ترمنځ د یووالي لپاره کار وکړي.