پېښور : د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر سېنېټر ایمل ولي خان ویلي دي، چې ترهګري یوازې د یوې صوبې ستونزه نه ده، بلکې د هغو دولتي تګلارو پایله ده چې ،د ده په وینا، خیبر پښتونخوا او بلوچستان یې له تېرو څو لسیزو راهیسې بیه پرې کوي.
ایمل ولي خان دا خبرې د سپتمبر پر ۷مه، په پېښور کې په یو خپاره شوي بیان کې د پنجاب د اعلا وزیرې مریم نواز د وروستیو امنیتي څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.
مریم نواز تر دې وړاندې په لاهور کې ویلي وو چې پنجاب ته امنیتي ګواښ تر ګاونډیو هېوادونو ډېر له ګاونډیو صوبو څخه راځي او وسله وال د صوبايي پولو له لارې پنجاب ته داخلیږي. د هغې دغو څرګندونو په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو سیاسي مشرانو غبرګونونه راپارولي دي.
ایمل ولي خان ویلي دي، چې دوي په پنجاب کې پر امن او امنیت هېڅ اعتراض نه لري، خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک هم باید د پنجاب او اسلام اباد د خلکو په څېر د خوندي ژوند حق ولري. نوموړي وویل، چې اعتراض یې د ترهګرۍ پر وړاندې د دولت او واکمنې طبقې پر هغه چلند دی چې دی یې دوهګونی چلند بولي.
د هغه په وینا، هغه تګلارې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان یې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ کړي، د دغو صوبو له خلکو سره له مشورې پرته جوړې شوې دي.
ایمل ولي خان پوښتنه کړې ده چې د وسله والو د روزنې مرکزونه د کومو تګلارو په پایله کې جوړ شول، وسله والې ډلې چا رامنځته کړې، چا پیاوړې او وروزلې او بیا چا د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره ترې کار واخیست.
هغه ویلي دي، چې باید دا هم معلومه شي په پاکستان کې د روانې ترهګرۍ تر شا کومې پرېکړې او تګلارې وې او دا کار د کومو موخو لپاره شوی و. د عوامي نېشنل ګوند مشر ویلي، د خیبر پښتونخوا خلکو له نږدې پنځو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ تر ټولو درنه بیه پرې کړې ده.
د هغه په وینا، کله چې په تېرو لسیزو کې دغه تګلارې جوړېدلې، د عوامي نېشنل ګوند مشرانو یې د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی و. ایمل ولي خان ویلي دي، چې باچا خان او خان عبدالولي خان خبرداری ورکړی و چې که په افغانستان کې د جګړې اور له پاکستان څخه تود وساتل شي، یوه ورځ به یې لمبې پاکستان ته هم ورسېږي.
نوموړي وویل، چې د دغو خبرداریو د جدي نیولو پر ځای د عوامي نېشنل ګوند مشران د غدارۍ، د دولت د مخالفت او نورو نومونو په لګولو سره تر نیوکو لاندې راوستل شول. ایمل ولي خان ویلي، د دوي ګوند هغه وخت د ترهګرۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې و چې مشران او کارکنان یې په ځانمرګو او نورو بریدونو کې وژل کېدل.
هغه د پخوانۍ دورې یادونه کړې او ویلي یې دي چې په هغه وخت کې اوسنی وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب اعلا وزیر و او له وسله والو یې غوښتنه کړې وه چې په پنجاب کې بریدونه ونه کړي.
د ایمل ولي خان په وینا، که نن پنجاب هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی، نو باید د خیبر پښتونخوا له خلکو وپوښتل شي چې هغوي له څو نسلونو راهیسې له دې حالت سره څنګه ژوند کړی او څومره قربانۍ یې ورکړې دي.
نوموړي تور لګولی دی چې دولت له تېرو تجربو څخه لازم سبق نه دی اخیستی او خیبر پښتونخوا اوس هم د اسلام اباد د واک او ګټو لپاره قرباني کېږي. هغه ویلي، مخکې له دې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ترهګرۍ د ستونزې مسوول وبلل شي، باید د هغو پخوانیو دولتي تګلارو حساب وشي چې ،د ده په وینا، ټوله سیمه یې له جګړې او ناامنۍ سره مخ کړې ده.
ایمل ولي خان یو ځل بیا غوښتنه کړې ده چې د پاکستان له ۱۹۴۷م کال راهیسې د سیاسي او امنیتي تګلارو د پلټنې لپاره دې یو خپلواک او بااختیاره حقیقت او پخلاینې کمېسیون جوړ شي. هغه ویلي، هر هغه څوک باید حساب ورکړي چې له اساسي قانون او قانون څخه یې سرغړونه کړې، د بهرنیو جګړو په بدل کې یې ګټې ترلاسه کړې او هېواد یې د شخصي یا ادارې ګټو لپاره جګړو ته ټېل وهلی دی.
د عوامي نېشنل ګوند مشر ویلي دي، چې په دې حساب ورکولو کې باید هېڅوک مستثنا نه وي، که له سیاست، عدلیې، پوځي ادارو، بیوروکراسۍ یا رسنیو سره تړاو لري.
ایمل ولي خان ویلي دي، چې د تېرو پرېکړو او د هغو د جوړوونکو اصلي رول باید د خلکو مخې ته راوړل شي، څو معلومه شي چې پاکستان او په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان د لسیزو جګړې او ناامنۍ تر دې حالته څنګه ورسېدل.


شال نیوز