بدخشان : د افغانستان د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ نښته شوې ده. ځايي سرچینې وايي، چې جګړه ،د سپتمبر په ۷مه، د زیباک په سنګ لیچ سیمه کې شوې او شاوخوا یو ساعت یې دوام کړی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د جګړې پر مهال د طالبانو د ځواکونو تګ راتګ زیات شوی و او دواړو خواوو سپکې او درنې وسلې کارولې دي. د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي دي، چې جګړه هغه مهال پېل شوه چې طالبانو د دوي پر مرکزونو برید وکړ. جبهه وايي، چې برید یې په شا تمبولی او طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي سرچینې وايي، چې د طالبانو د یو وژل شوي غړي مړی د جګړې له ځایه د زیباک ولسوالۍ مرکز ته وړل شوی، خو دا خبره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې. طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی. د مرګ ژوبلې کره شمېر هم تر اوسه نه دی تایید شوی.


شال نیوز