اسلام‌ اباد : د اسلام‌ اباد د ترهګرۍ ضد عدالت ،د سپتمبر په ۷مه، پخواني سېنېټر مشتاق احمد او ۹۵ نورو نیول شویو کسانو ته له نیول کېدو وروسته ضمانت ورکړی دی. دوي د ازاد کشمیر د ناکراریو په ملاتړ د جولایۍ پر ۳۱مه په اسلام‌ اباد کې د شوي احتجاج په مقدمه کې نیول شوي وو.

 

پولیسو په مقدمه کې ویلي دي چې احتجاج کوونکو سړک بند کړی، دوکانونه یې تړلي او پر پولیسو یې کاڼي ویشتي وو. عدالت د هر تورن د پنځه زره روپیو ضمانتي مچلکو په بدل کې د خوشي کولو امر کړی دی.

 

پر مشتاق احمد او نورو کسانو لګېدلي تورونه تر اوسه په عدالت کې ثابت شوي نه دي.