دوشنبه : په تاجکستان کې د امریکا سفارت له هغو امریکايي وګړو غوښتي دي چې دا مهال په افغانستان کې دي، له دغه هېواده ووځي. په دوشنبه کې د امریکا سفارت ،د سپتمبر په ۷مه، په خپل پیغام کې ویلي: «موږ په افغانستان کې له امریکايي وګړو غواړو چې ووځي.» د سفارت د ټولنیزو رسنیو په رسمي حساب کې هم دا پیغام خپور شوی دی.
سفارت یادونه کړې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت فعالیتونه له ۲۰۲۱م کال راهیسې ځنډول شوي او د امریکا حکومت په افغانستان کې خپلو وګړو ته عادي یا بېړني قونسلۍ خدمات نه شي ورکولی.
د امریکا سفارت ویلي دي، هغه امریکايي وګړي چې له افغانستانه د وتلو لپاره د امریکا د حکومت مرستې ته اړتیا لري، باید خپل معلومات ورولېږي، څو له هغوي سره د وتلو په برخه کې اړیکه ونیول شي.
امریکا د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه خپل ځواکونه وایستل او په کابل کې یې د سفارت فعالیتونه وځنډول. له هغه وخت راهیسې په افغانستان کې د امریکا سفارتي او قونسلۍ خدمات نه شته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیمې امنیتي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ بولي. د دغه وزارت په تازه لارښوونو کې د افغانستان پولې ته څېرمه سیمو کې امنیتي وضعیت «ستونزمن او د اټکل وړ نه» بلل شوی دی.


شال نیوز