بدخشان : د افغانستان د بدخشان ولایت د شکي ولسوالۍ په قطقطي سیمه کې د یو کان د چت د نړېدو له امله درې کان کېندونکي تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د را ایستلو هڅې یې روانې دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله ګامګار وايي، چې پېښه نن ،د سپتمبر پر ۷مه، مازیګر د شکي ولسوالۍ د قطقطي په یو کان کې شوې ده.
د هغه په وینا، د کان د چت له نړېدو وروسته درې کسان تر خاورو لاندې بند پاتې شوي، چې دوه یې د شکي ولسوالۍ او درېیم یې د بدخشان د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
ګامګار د شکي د امنیې قوماندان سیدمیر خنجر له قوله ویلي دي، چې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې درې واړه کسان له خاورو لاندې راوباسي. تر اوسه د بند پاتې کان کېندونکو د روغتیايي حالت او برخلیک په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې هم په دې سیمه کې د کانونو په ورته پېښو کې یو شمېر کان کېندونکي مړه شوي دي.


شال نیوز