هرات : په هرات ښار کې د عبدالقدیر پهلوان‌ زاده په نوم د یو ځوان وژنې غبرګونونه پارولي او د هغه کورنۍ له طالبانو غوښتي دي چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي او عاملان یې معلوم کړي.

 

د عبدالقدیر کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي، چې نوموړی ،د سپتمبر په ۴مه، جمعې په ورځ، د هرات ښار د «پسته نمبر یک» سیمې ته څېرمه، د نبي‌ زاده د تېلو پمپ مخې ته په ډزو وژل شوی دی. ځینې سیمه‌ ییزې سرچینې وايي، چې په پېښه کې له طالبانو سره تړلي کسان لاس لري، خو دا خبره تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې او طالبانو هم په رسمي ډول وضاحت نه دی ورکړی.

 

۸صبح او اطلس پرېس د سیمه‌ ییزو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې وژل شوی کس شاوخوا ۳۰ کلن عبدالقدیر پهلوان‌ زاده و او د جمعې په مازیګر د هرات د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې وژل شوی دی. دغو سرچینو د طالبانو له ځینو سیمه‌ ییزو کسانو سره د پېښې د تړاو دعوه کړې، خو د دغو دعوو خپلواک تایید نه دی شوی.

 

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو هم خپره شوې ده چې پکې څو وسله‌ وال کسان د یو ځوان لاسونه له شا تړي، وهي یې او وروسته پرې ډزې کېږي. افغانستان انټرنشنل وايي، چې تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده روښانه شوې چې په ویډیو کې ښکاره شوی کس هم عبدالقدیر پهلوان‌ زاده دی که بل څوک.

 

د عبدالقدیر خپلوان وايي، چې هغه له چا سره شخصي دښمني نه لرله او له طالبانو غواړي چې د وژل کېدو څرنګوالی یې په ښکاره ډول وڅېړي. د هغه د وژنې اصلي لامل لا هم نه دی معلوم.

 

د سیمې یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي دي چې د عبدالقدیر مړی د یکشنبې په سهار د هرات ښار د «پشت جوی نو» په سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی. همدې سرچینې ویلي دي، چې طالبانو کورنۍ ته د عبدالقدیر د فاتحې د مراسمو اجازه هم نه ده ورکړې. شال نیوز دغه دعوه په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

 

د پېښې په اړه د طالبانو د هرات د امنیه قوماندانۍ رسمي دریځ تر اوسه نه دی خپور شوی. افغانستان انټرنشنل ویلي دي، چې له اړوندو طالب چارواکو سره یې د وضاحت لپاره اړیکه نیولې، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

 

د عبدالقدیر د وژنې ویډیو او ورسره تړلو دعوو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ بحثونه راپارولي دي، خو د پېښې د بشپړ څرنګوالي، د بریدګرو د هویت او د وژنې د انګېزې په اړه لا هم کره او خپلواک معلومات نه دي وړاندې شوي.