نوشکي : د بلوچستان په نوشکي ضلعه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ ضلعي مشر او د باغک یونین کونسل چییرمېن ،عبدالرحمن لانګو، د ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
پولیس وايي، چې پېښه ،د سپتمبر په ۶مه، شپه د نوشکي د ملي بوټو په سیمه کې هغه مهال شوې ده، چې وسله والو د شپې شاوخوا اته بجې د عبدالرحمن لانګو پر کور برید وکړ.
د پولیسو په وینا، برید کوونکي کور ته ننوتل او پر لانګو یې ډزې وکړې. نوموړی په ډزو سخت ټپي شو او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ.
پولیس وايي، چې عبدالرحمن لانګو ته تر دې وړاندې هم د مرګ ګواښونه شوي وو، خو دا لا نه ده څرګنده چې دغه ګواښونه چا او د څه لپاره کړي وو.
د پېښې وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل، د پېښې له ځایه یې شواهد راټول کړل او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.
تر اوسه د عبدالرحمن لانګو د وژنې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې او پولیسو هم د برید د انګېزې په اړه وروستۍ نتیجه نه ده اعلان کړې.
عبدالرحمن لانګو د بلوچستان عوامي پارټۍ د نوشکي ضلعي مشر و او ورسره یې د باغک یونین کونسل د چیئرمېن په توګه هم دنده ترسره کوله.


نعيم اچکزئي