بغلان : د افغانستان د بغلان ولایت د تاله‌ وبرفک ولسوالۍ په یو کان کې د کار پر مهال د ګاز خپرېدو له امله څلور کان‌ کېندونکي مړه شوي دي.

 

د بغلان ولایت د رسنیو دفتر ،د سپتمبر په ۷مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یاد کان‌ کېندونکي په کان کې پر کار بوخت وو او د ګاز له خپرېدو وروسته یې روغتیايي وضعیت خراب شو.

 

د خبرپاڼې له مخې، کان‌ کېندونکي د تاله‌ وبرفک ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د لېږد پر مهال مړه شوي دي. د ژغورنې ډلې د پېښې له خبر کېدو سره سم د هغوي د ژغورلو هڅه کړې، خو په ژغورنه کې بریالۍ شوې نه دي.

 

مړه شوي کسان سید احمد، محمدالله، ولي‌ محمد او عبدالملک معرفي شوي چې د معلوماتو له مخې، ټول د اروزګان ولایت اوسېدونکي وو.