کابل : د افغانستان په ختیځو او سوېلي سیمو کې د شال نیوز خبریالانو تر اوسه د پاکستان له خوا د تازه بمبارۍ د کومې پېښې تایید شوی راپور نه دی ترلاسه کړی، خو د خوست او ننګرهار په ځینو سرحدي سیمو کې د ځایي خلکو له خوا د الوتکو او ډرونونو د پروازونو په اړه متضادې خبرې مخې ته راغلې دي.

 

د سپتمبر پر ۶مه، د خوست، ننګرهار او کندهار له ځینو سیمو یو شمېر ځایي خلکو د جیټ الوتکو یا بې‌ پیلوټه الوتکو د غږونو او پروازونو د لیدلو خبره کړې، خو شال نیوز ته نورو ځایي سرچینو ویلي دي چې دوي د بمبارۍ یا چاودنو کومه پېښه نه ده لیدلې.

 

افغان خبریال ،سمیع یوسفزي، پر خپله اېکس پاڼه د یو لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي له قوله لیکلي دي چې داسې ښکاري پاکستانۍ الوتکو د ننګرهار له هوايي حریم څخه د تېرېدو هڅه کړې وه. د هغه په وینا، افغان هوايي دفاع پرې ډزې کړې او الوتکې بېرته ستنې شوې دي.

 

یوسفزي د همدغه چارواکي له قوله زیاته کړې ده چې تر اوسه د بمبارۍ کوم راپور نه دی ترلاسه شوی. د یوسفزي د پوسټ په ځواب کې سید اسدالله سادات په نوم یو افغان اېکس کارونکي لیکلي چې «د اچین ولسوالۍ په بعضو ساحو کې لکه چې بمبار شوی»، خو نوموړي د دې خبرې لپاره نور جزییات یا کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او شال نیوز یې په خپلواکه توګه تایید نه شي کولی.

 

پاکستاني خبریال رفعت الله اورکزي هم په همدې بحث کې لیکلي دي چې ،د ده په فکر، پاکستان په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په افغانستان کې بمبارۍ درولې دي، سره له دې چې په پاکستان کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو بریدونه دوام لري.

 

په جلا توګه، د سپتمبر پر ۶مه د خوست له ځینو سیمو هم د ټیټ پرواز بې‌ پیلوټه الوتکو راپورونه خپاره شوي دي. ځایي سرچینو ویلي دي چې ډرونونه د خوست ښار ترڅنګ د تڼي، اسماعیل‌ خېلو او ځینو نورو سیمو پر اسمان لیدل شوي، خو په دغو راپورونو کې هم د کوم تازه هوايي برید یا بمبارۍ کره تایید نه دی شوی.

 

تر دې دمه د افغانستان د حکومت یا د پاکستان د پوځ له خوا داسې رسمي بیان مخې ته نه دی راغلی چې د سپتمبر پر ۶مه په کندهار، خوست یا ننګرهار کې د پاکستان د هوايي برید خبره تایید کړي.

 

شال نیوز په سیمه کې له خپلو خبریالانو او ځایي سرچینو سره په تماس کې دی او د هرې نوې او تایید شوې پېښې جزییات به خپروي.