کوټه : په کوټه کې د پښتو، براهوۍ، بلوڅي، اردو او سندهي ژبو شاعرانو په یوه ګډه مشاعره کې خپل شعرونه اورولي او د بلوچستان ژبني او کلتوري رنګونه یې د ادب پر یو ګډ سټېج راټول کړي دي.
دا څو ژبنۍ مشاعره د سپتمبر پر ۵مه د ګورنمنټ ګرلز کالج جناح ټاون کې د بزمِ صائم ادبیات اکېډمۍ له خوا، د بلوچستان د سپورټس او یوت افییرز څانګې په مرسته جوړه شوې وه. غونډه د پاکستان د دفاع ورځې په مناسبت شوې وه.
د پښتو او اردو شاعر سرور سودایي د مشاعرې مشري کوله، په داسې حال کې چې د بلوچستان اسمبلۍ غړی سنجې کمار د غونډې مهم مېلمه و.
په مشاعره کې د بلوچستان له بېلابېلو ژبنیو سیمو راغلو شاعرانو د وطن، سولې، قامي یووالي، ټولنیزو اړیکو او د خپلې خاورې د کلتوري شناخت په اړه شعرونه واورول.
په ګډونوالو شاعرانو کې سرور جاوید، اعجاز امر، نور خان نواب، فرزانه خدرزۍ، تسنیم صنم، رشید حسرت، کامران قمر، زاهد دشتي او نور بلیدي هم شامل وو. د ګرلز کالج یو شمېر زده کوونکو او ځوانو شاعرانو هم خپل شعرونه وړاندې کړل.
د بلوچستان اسمبلۍ غړي سنجې کمار غونډې ته وویل، چې د بلوچستان بېلابېلې ژبې او ادبي روایتونه د صوبې د کلتوري شناخت مهمه برخه ده او د بېلابېلو ژبو شاعرانو په یو ادبي مجلس کې راټولېدل د یو بل د ژبې، ادب او کلتور د پېژندلو زمینه برابروي.
نوموړي وویل، چې شاعرانو او لیکوالانو د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د خلکو د ټولنیز او قامي شعور په راویښولو کې رول لوبولی او دا ډول ادبي غونډې د ژبنیو ټولنو ترمنځ د اړیکو، درناوي او کلتوري همغږۍ په پیاوړتیا کي مرسته کولی شي.
د بلوچستان د یوت افیئرز ډایرکټر سجاد اسلم بلوچ وویل، چې د دوي څانګه غواړي ځوانو شاعرانو او لیکوالانو ته نور فرصتونه هم برابر کړي، څو خپل تخلیقي کار وړاندې کړي او له ادبي او کلتوري فعالیتونو سره یې اړیکه زیاته شي.
د غونډې یوه ځانګړې برخه دا وه چې یوازې په یوې ژبې مشاعره نه وه؛ پښتو، براهوۍ، بلوڅي، اردو او سندهي په یو سټېج واورېدل شوې. د بلوچستان په څېر څو ژبنۍ صوبه کې دا ډول مجلسونه د هرې ژبې د ادبي روایت د پېژندلو ترڅنګ د ژبو ترمنځ د ادبي اړیکو لپاره هم ځای برابروي.
بلوچستان د پښتو، بلوڅي او براهوۍ ترڅنګ د اردو، سندهي او نورو ژبو د شاعرۍ او شفاهي ادبي روایتونو اوږد تاریخ لري. په کوټه کې هم له پخوا راهیسې داسې ادبي مجلسونه کېږي چې د بېلابېلو ژبو شاعران او لیکوالان پکې سره راټولېږي.
د مشاعرې په پای کې یو شمېر شاعرانو، ځوانو ګډونوالو او نورو برخه والو ته د هغوي د ګډون او ادبي فعالیت په درناوي جایزې او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.


نعيم اچکزئي