کابل : کابل پولي تخنیک پوهنتون وايي، د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا په دغه پوهنتون کې د هوا او فضا انجینرۍ او نساجي انجینرۍ دوه نوي پوهنځي او د ماسټرۍ درې پروګرامونه منظور کړي دي.
د پوهنتون ،د سپتمبر د ۶مې، د معلوماتو له مخې، د هوا، فضا او پرمختللو سیسټمونو انجینرۍ په نوي پوهنځي کې به د بې پیلوټه الوتکو او بې سرنشینه سیسټمونو انجینري، د الوتکو انجینري، د هوا او فضا انجینري او د رادار او اویونیک انجینري څانګې وي.
د نساجي انجینرۍ په نوي پوهنځي کې د نساجي موادو انجینري، د ټوکر انجینري او د نساجي رنګونو او کیمیاوي موادو انجینري څانګې منظورې شوې دي. د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا همداراز د پوهنتون لپاره د ماسټرۍ درې نوي پروګرامونه منظور کړي دي.
په دې کې د ساختماني انجینرۍ پوهنځي د صنعتي او مدني ودانیو په څانګه کې د زلزلې انجینري، د اوبو او چاپېریال انجینرۍ پوهنځي د اوبو رسونې او چاپېریال انجینرۍ په څانګه کې د چاپېریال او اوبو سرچینو انجینري او د کیمیاوي صنایعو پوهنځي د غذایي موادو په څانګه کې د غذایي موادو د پروسس انجینري شامل دي.
کابل پولي تخنیک پوهنتون دا پرېکړه د خپلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پراخولو لپاره مهم ګام بللی دی. پوهنتون تر اوسه دا نه دي ویلي چې په نویو پوهنځیو او ماسټرۍ پروګرامونو کې به تدریس او د محصلانو داخلې له کوم سمسټر یا تعلیمي کال څخه پیل شي.


شال نیوز