سوات : په سوات کې د غرختونکي ،سید علي شاه، مړی د فلک سر غره له ګلیشیرونو څخه د پاکستان پوځ د ریسکیو ټیم او ځايي غرختونکو په ګډو هڅو راویستل شوی او ،د سپتمبر په ۶مه، د خوازه خېلې نیکني کلي ته رسول شوی دی.
سید علي شاه د جولایۍ میاشتې په لومړیو کې له خپلو ملګرو سره د ۵۹۱۸ میټره لوړ فلک سر څوکې ته ختلی و. د هغه د ملګرو په وینا، نوموړي څوکه سر کړې وه، خو د بېرته راکوزېدو پر مهال له غره لوېدلی و.
ملګري یې وايي، په سیمه کې د خراب موسم او سختو شرایطو له امله دوي نه وو توانېدلي چې سید علي شاه له ځان سره راکوز کړي او اړ شوي وو چې بېرته ستانه شي.
څو ورځې وړاندې یو شمېر ځايي غرختونکي د هغه د مړي د لټون لپاره د فلک سر بیس کېمپ ته ورغلل او د ډرون په مرسته یې د سید علي شاه مړی وموند. خو د غره د ډېر لوړوالي، سختې یخنۍ او ګلیشیرونو له امله د مړي راویستل اسانه نه وو.
وروسته د پاکستان پوځ د ریسکیو ټیم له ځايي غرختونکو سره په ګډه د هېلي کاپټر په مرسته عملیات پېل کړل. د ریسکیو د هڅو په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ د سید علي شاه مړی له ګلیشیرونو راویستل شو او د هغه کورنۍ ته د سپارلو لپاره د خوازه خېلې نیکني کلي ته ورسول شو.


عصمت علي اخون