کابل : د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو له مرستیالې سرمنشي روزمري ډیکارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو لورو د همکاریو او د دوحې بهیر پر راتلونکو پړاوونو خبرې کړې دي.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د سپتمبر پر ۶مه، په یوه بیان کې ویلي چې متقي او ډیکارلو د طالبانو د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر اوسني وضعیت او په راتلونکي کې د دغو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو نظرونه شریک کړي دي.

 

د وزارت په وینا، دواړو لورو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر د راتلونکي تعامل او همکاریو پر څرنګوالي هم خبرې کړې دي.

 

وزارت نه دي ویلي چې د دوحې د بهیر راتلونکې غونډه به کله کېږي او نه یې دا روښانه کړې چې په خبرو کي کومې مشخصې موضوعګانې مطرح شوې دي. اریانا نیوز هم د خبرو په اړه د نورو جزیاتو د نه خپرېدو خبره کړې ده.

 

دا خبرې په داسې وخت کي شوې چې ډیکارلو د روان کال په جنورۍ کي کابل ته تللې وه او هلته یې هم له متقي سره د دوحې بهیر او د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ پر تعامل خبرې کړې وې. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وروسته ویلي وو چې اداره یې، له موجودو ستونزو سره سره، په ځینو مشخصو برخو کي له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي.

 

د دوحې بهیر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړیوال تعامل لړۍ ده. په دې بهیر کي د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، نشه‌يي توکو او خصوصي سکټور په ګډون پر بېلابېلو موضوعګانو خبرې کېږي.

 

طالبانو له ملګرو ملتونو سره د تعامل د پراخېدو غوښتنه کړې، خو د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار محدودیتونه او نورې د بشري حقونو مسئلې لا هم د دواړو لورو ترمنځ له مهمو اختلافونو څخه دي. د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دی منل شوی.