پنجشیر : د افغانستان په پنجشیر ولایت کې امنیتي ځواکونو د هغو چورلکو یو شمېر پرزې موندلې دي چې ویل کېږي د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د وخت اړوندې دي.

 

د سپتمبر په ۵مه، خپاره شوي راپورونو له مخې، دغه پرزې جلا جلا او ټوټه شوې وې او ویل کېږي چې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د وړلو لپاره تیارې شوې وې. په خپره شوې ویډیو کې امنیتي کسان لیدل کېږي چې د چورلکو موندل شوې پرزې راټولوي او له سیمې یې انتقالوي.

 

تر اوسه چارواکو په رسمي ډول نه دي ویلي چې دا پرزې د کوم ډول او څو چورلکو وې، په کومه سیمه کې موندل شوې او د ګاونډیو هېوادونو ته د انتقال د خبرې په تړاو څوک نیول شوي که نه دي.

 

د دې پرزو د مالکیت، ارزښت او د انتقال د ممکنه شبکې په اړه هم لا نور تفصیل نه دی خپور شوی.