بدخشان : د افغانستان په بدخشان ولایت کې د سرکاري افغان ټور شرکت چارواکي وايي، چې یو اسټرالیايي سېلانی د واخان ولسوالۍ د سفر پر مهال د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

 

د افغان ټور د بدخشان مشر ظهورالله فخري ،د سپتمبر په ۵مه، ویلي دي، چې دغه سېلانی چارلز نومېده او د واخان او پامیر د سیمو د لیدلو لپاره بدخشان ته تللی و.

 

د نوموړي په وینا، چارلز دوه ورځې وړاندې په واخان کې د زړه له حملې سره مخ شو او ژوند یې له لاسه ورکړ. چارواکو تر اوسه د هغه د عمر، بشپړ هویت او د جسد د انتقال په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.